کرام الدین کرام د نیولو امر وشو

comments 0

هندوکش – کابل: لوی څارنوالۍ د فوټبال فدراسیون مخکینی مشر کرام الدین کرام د نیول کیدو امر ورکړ.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون مخکینی مشر کرام الدین کریم څه د پاسه یو میلیون ډالر جریمه شوی.

فیفا يا د فوټبال نړیوال فدراسیون د افغانستان د فوټبال فدراسیون مخکېنی مشر څه باندې یو میلیون ډالر جریمه کړی.

د راپورونو له مخې، پر کرام‌الدین کريم د افغان فوټبال د نجونو د ملي ټیم پنځو غړو تور پورې کړی چې له ٢٠١٣ تر ٢٠١٨ کاله ‌يې پر هغوی مکرر جنسي زورونه کړی نامشروع غوښتنې یې درلودې.

که څه هم کرام‌الدین کریم په ځان لګېدلي تورونه رد کړي، خو فیفا وایي، کرام‌الدين کريم به څه د پاسه يو ميليون ډالر جريمه ورکوي او له ټولو فوټبالي فعالیتونو به هم محروم وي.

آرش احساس

Comments