کاپیسا کې درې کسیزه ډله نیول شوې

comments 0

هندوکش – کاپیسا: ملي امنیت کاپیسا کې د طالبانو درې کسیزه ډله نیولې ده.
له ملي امنیت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د عبدالباسط، محمد نسیم او کامل په نومونو دغه درې کسه يې د کاپیسا مرکز محمود راقي کې نیولي دي.
ملي امنیت وايي، نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی او ویلي دي چې د کاپیسا لپاره د طالبانو له نظامي مسوول مولوي قدیر سره یې نږدې اړیکې وې او هغه بریدونو ته هڅول.
عبید رادپور

Comments