کاپیسا کې درې طالب قومندانان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – کاپیسا: د سیمې اوسیدونکو او طالبانو ترمنځ په نښته کې ۱۱ تنه طالب وسله وال کاپیسا کې وژل شوي دي.
د کاپیسا امنیه قوماندان رزاق یعقوبي رسنیو ته وویل: «د تګاب ولسوالې په باباخیل کلي کې طالبانو پر وړاندې د سیمې خلکو پاڅون کړې چې له امله یې د طالبانو مهم قومندانان لکه حمزه، فاتح، قاری شرافت او ۸ تنه نور غړي وژل شوي دي».
د نوموړي په وینا «دغې نښتې کې سپکې او درنې مهمات هم د ځايې خلکو لاسته راغلي دي».
نوموړي زیاته کړه چې دغه نښته کې ۷ تنه پاڅونکونکي تپیان شوي خو د سیمې عام وګرو ته هیڅ ډول زیان نه دې اړول شوې.
طالب وسله والې ډلې بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
عبید رادپور

Comments

Leave a Reply