کاپیسا کې امنیتي ځواکونو یو مشهور قوماندان وژلې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – کاپیسا: د کاپیسا په تګاب ولسوالې کۍ د طالبانو مشهور قوماندان مولوی ذبیح الله وژل شوې دې
د سیلاب ۲۰۱ قول اردو رسنیز مسوول هندوکش نیوز ته وویل: د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې تیره شپه مولوي ذبیح الله د شعیب زوی چې د تګاب ولسوالۍ اصلي اوسیدونکې دې په بادام باغ سیمه کې ووژل شو.
په ورته وخت کې د سیلاب ۲۰۱ قول اردو د پروان په سیاګرد ولسوالې کې وسله والو ډلو پر وړاندې عملیات په لاره اچولي چې ځمکنې او هوایې ځواکونه یې ملاتړ کوي.
د رارسیدلو راپورونو په بنسټ یادو نښتو کې د وسله والې ډلې زیات شمیر غړي وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هیواد په ګوت ګوت کې افغان امنیتي ځواکونو بیل بیل عملیات په لاره اچولي چې له امله یې دداعش او طالب وسله والې ډلې ډیرې غړي وژل شوي دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply