کاپیسا ولایت کې طالبانو ۷تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

هندوکش ــ کاپیسا: د کاپیسا ولایت امنيتي چارواکي وايي،چې تیره ورځ وسلوالو طالبانو د کاپیسا ولایت په شاکوټ سیمه کې په یوه ملکي کور باندې راکټ توغولی دی، چې په ترڅ کې یې ۷تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکي زیاتوي، چې په یاده پیښه کې ۳نارینه ۲میرمنې او ۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د کاپیسا ولایت ځايي چارواکي وايي، طالبانو په دې ورستیو کې تاوتریخوالي ته زور ورکړی دی، دوی زیاتوي که طالبان له وژنو لاس وانخلي په وړاندې به یې ملي پاڅون ترسره کړي.
عبید رادپور

Comments