کانادا: د ناتو د غوښتنې اړخونه څیړو

comments 0

هندوکش – کانادا: امریکا د ناتو له لارې کانادا نه غوښتي ترڅو افغانستان ته نور سرتیري ولیږي.

د کانادا دفاع وزیر تیره ورځ په یوې خبري ناستې کې ویلي چې: «امریکا د ناټو له لارې غوښتي ترڅو کانادا افغانستان ته لاډیر سرتیري ولیږي».
هارجیت ساجان د کانادا دفاع وزیر وویل «ترڅو په دې اړه پریکړه نه ده شوې دا ځکه چې حکومت غواړي د موضوع ټول اړخونه وڅیړي».
نوموړي زیاته کړې، چې که دا پرېکړه هم وشي، نو ښايي د روزنې لپاره افغانستان ته روزونکي پوځيان ولېږل شي.
تر دې وراندې امریکا بریتانیا، آلمان، او ځینو نورو هیوادونو نه غوښتي وو ترڅو خپل سرتیري افغانستان ته ولیږي چې دغو هیوادونو د سرتیرو د ډیرولو په اړه پریکړه کړې وه
د کاناډا جګړه ییز ماموریت په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې پای ته رسېدلی دی، خو ولیدل شي چې د کانادا حکومت په دې هکله څه پریکړه کوي.
فکور نعیمي

Comments