کافره روسیه څنګه مسلمانه شوه؟: محمدګل مستان

comments 0

یوې پاکستانۍ رسنۍ لیکلي و چې پر پاکستان د خدای پاک د رحم سیوری پروت دی، کله چې امریکا لاس ترې واخیست، دستي روسیه ورته راوړندې شوه او ګوتې یې ورسره خوږې کړې. له روسیې سره په دې وروستیو کې د پاکستان اړیکې ډېرې ښې شوي او څو ځله یې ګډ پوځي تمرینا هم وکړل. کله چې روسیې پاکستان ته د همکارۍ لاس وړاندې کړ، پاکستان هم د روس د خوشالولو په خاطر د طالبانو یوه قبضه دوی ته ورکړه چې په خپله ګته يې وکاروي. روسیې هم له دغه فرصته استفاده وکړه او له طالبانو سره یې ډېره مرسته وکړه. یوه پاکستاني چارواکي خو په دې وروستیو کې ویلي و چې پر طالبانو د پاکستان په نسبت د روسیې اغېز زیات دی. که څه هم د دې پاکستاني چارواکي خبره تر یوه بریده سمه ده، خو دا د دې معنی نه لري چې ګنې طالبان یا په رښتیني معنی د پاکستان دغه دویم پوځ به د پاکستان له کنتروله وتی وي.

روسیه او پاکستان اوس په ګډه طالبان د خپلو ګټو په خاطر کاروي او غواړي چې په افغانستان کې د جګړې اور بل وي چې په دې اور کې خپل ستر رقیب هېواد امریکا وسوځوي.

له طالبانو سره د روسیې همکاري له پخوا وه، خو کله چې ملا عمر په پاکستان کې ووژل شو او اختر محمد منصور یې ځای ناستی شو، دغه اړیکې لا ډېرې شوې او روسیه له طالبانو سره خپله مرسته ډېره کړه. ویل کېږي ملا اختر محمد منصور ډېر ځله په دوبۍ او ایران کې له روسي استازو سره هم کتلي و چې له ایران څخه له راستنېدو وروسته په بلوچستان کې ووژل شو.

جالبه ده، هغه روسان چې سره کافران به یې بلل او په وړاندې یې جهاد فرض و، نن هماغه سره کافران د پاکستان په مټ له طالبانو سره مرسته کوي چې په افغانستان کې وجنګېږي. اوس پوښتنه دا ده چې د سره کافران (روسان) څنګه مسلمانان شول؟

دا خو ټولو ته معلومه ده چې د دین ټاپه له پاکستان سره تیاره ايښې، چې زړه یې وغواړي، څوک کافروي او چې زړه یې وغواړي بیا له سره کافره تک سپین مسلمان جوړ کړي.

د دې ټولو خبرو نتیجه دا راوځي چې پاکستان او روسیه غواړي په افغانستان کې یو ضعیف حکومت وي چې د دوی ګټو ته خطر متوجه نه کړي، په همدې خاطر خو دوی هڅه کوي چې له طالب سره خپله همکاري له داعش سره د مبارزې په نوم پټه کړي. روسان په مات زړه له افغانستان څخه ویستل شوي، اوس که په روانه جګړه کې افغانستان او افغانانو ته هر څومره تاوان اړوي، دوی یې په کیسه کې نه دي، خو صرف چې خپلې ګټې یې خوندي وي.

Comments

Leave a Reply