کابینې لخوا د 1397 کال مالي بودیجه تاییده شوه

comments 0

هندوکش – کابل: تیر مازدیګر د ولسمشر محمد غني په شتون کې د ۱۳۹۷ کال مالي بودیجه کابینې لخوا تاییده شوه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر وايي، د ماليې وزير اکليل حکيمي د ۱۳۹۷ مالي کال د ملي بوديجې طرحه، چې د روان لمريز کال د لړم مياشتې د ۱۱مې نېټې د کابينې غونډې د پرېکړې پر بنسټ له دولتي ادارو سره د همغږۍ په تړاو د بوديجې کمېټې له لوري ارزول شوې وه، غونډې ته وړاندې کړه.
اکلیل حکيمي دغې غوندې کې څرګنده کړه چې، د کابينې د هدايت مطابق په زېربنايي، طبيعي سرچينو، پوهنې، ټولنيز خونديتوب، روغتيا او اقتصاد سکټورورنو، احتياطي کوډونو او د بوديجې په انکشافي برخه کې (۱۶۱,۸۹۰) ميليونه امريکايي ډالر زيات شوي، چې دا زياتوالی به ملي بوديجه کې کسر رامنځته کړي.
۱۳۹۷ کال لپاره تاکل شوې بودیجه درې سوه اووه پنځوس ميليارده، شپږسوه يونوي ميليونه، څلورسوه دوه نوي زره، اووه سوه نوي افغانۍ ده، چې دوه سوه اووه شپېته ميليارده، شپږاويا ميليونه، نهه سوه دوه دېرش زره، دوه سوه شل افغانۍ عادي بوديجه او نوي ميليارده، شپږسوه څوارلس ميليونه، پنځه سوه شپېته زره، پنځه سوه اويا افغانۍ انکشافي بوديجه ده.
غونډې کې کابینې د ماليې وزارت موظف کړ، چې د ۱۳۹۷ مالي کال ملي بوديجه دې د قانوني مراحلو د طی کولو لپاره په پارلماني چارو کې د دولت وزارت له لارې ملي شورا ته وړاندې کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply