کابل: ۲۱ کسیزه ډله نیول شوې

comments 0

هندوکش – کابل: کابل کې د تورنو کسانو هغه یویشت کسیزه ډله ونیول شوه چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د نیولو لپاره هڅې روانې وې.
کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، تورن کسان له پینځمې، یوولسمې، اوولسمې، دولسمې او اتمې حوزې اړونده سیمو څخه نیول شوي چې د سړي تښتونې، قتل او غلا دوسيې درلودلې او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
رحیمي وایي، له پینځمې حوزې څخه نیول شوې پینځه کسیزه ډله کې یوه ښځه هم شامله ده چې شریک جرمونه به یې ترسره کول.
کورنیو چارو وزارت ویلي چې د مجرمینو پروړاندې جدي دي او هیڅ کس به د پولیسو له تعقیب پرته و نه شي ګرځیدلی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments