کابل کې ۲تنه وسلوال طالبان ونیول شول

comments 0

هندوکش ــ کابل: د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د ترسره شوو تصفیوي عملیاتو په پایله کې د فاروق او شاه محمد په نوم ۲تنه طالب وسلوال نیول شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، چې نیول شوي طالبان د قره باغ ولسوالۍ په ګډون دکابل ولایت په یو شمیر نورو ولسوالیو کې په ترهګریزو پیښو کې لاس لري.
چارواکي وايي، چې له نیول شوو طالبانو څخه ګن شمیر وسلې او مهمات هم ترلاسه شويدي.
عبید رادپور

Comments