کابل کې ۱۵ تنه د جنايي جرمونو تور نیول شوي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د کابل ولایت امنیه قومندانۍ ځواکونو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د کابل ښار او ولسوالیو کې دعملیاتو پر مهال ۱۵ تنه د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د درېیمې، پنځمې، لسمې او یوولسمې امنیتي حوزو او همدارنګه د ده سبز او بګرامي ولسوالیو په اړوند سیمو کې د قتل، وسلوالو غلاو، ژوبلې، چپاولګرۍ، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې او د عامه امن او نظم د اخلال په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه دوه قبضې تفنګچې او یوه قبضه برچه هم ترلاسه شوې دي.
نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.
عبید رادپور

Comments