کابل کې ۱۱ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

comments 0

هندوکش ــ کابل: پولیسو د کابل ښار د درېیمې، دولسمې، دیارلسمې او اولسمې ناحیو او ده سبز ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۱ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د موټر غلا، ژوبلې، موبایل غلا، د پیسو غلا او لارنیونې په تړاو له پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
عبید رادپور

Comments