کابل کې ګڼ شمېر ځوانانو د ایران سفارت مخې ته لاریون وکړ

comments 0

هندوکش ـ کابل: د پیوستون حزب ګڼ شمیر ځوانانو د ایران سفارت مخې ته یو سوله ییز لاریون په ترڅ کې د ایران یزد ښار کې د ایرانې پوځیانو هغه وخشیانه عمل وغندلو چې د افغان ګډوالو پر موټر یې ډزې کړي او وروسته یې موټر ته اور اچولی وو.
یو تنه لاریون کوونکی وايي، دا یوازېنۍ پېښه نه ده چې د افغانانو غصه يې پارولې، تقربیاً یوه میاشت مخکې هم د ایران پوله ساتوونکو ځواکونو سلګونه افغان کډوال د سختې شکنجې وروسته د هریرود سیند ته اچولي و، په سیند کې د عملیاتو تر بشپړیدو پورې د شاوخوا څلوېښتو افغانانو مړي را ایستل شوي و، دغه پېښه هم د افغانانو تر څنګ د ګڼو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې وه.
یو بل تنه لاریون کوونکي، ایران تل په افغانانو ظلمونه کوي، د منځني ختیځ په ځانګړي ډول عراق او سوریې ته د جنګ لپاره د افغان کډوال استول تر څو په جګړه کې برخه واخلي، که څوګ په جګړه کې برخه نه اخلي او ځانته جوړ شوي کمپونو کې يې ساتي او ډول ډول ظلمونه پر کوي.
لاریون کوونکو د ایران سفارت مخې ته د لږې اوبه راوړه چې وسوځیدم شعارونه ورکول او ایران حکومت یې د داعش او وسلوالو طالبانو ورور بللی دی. لاریون کوونکو د یاد سفارت د دواړو دروازو لوحو د اعتراض په ډول رنګ شندلی او همدا راز له ایراني چارواکو یې غوښتنه کړې، چې د یادو پیښو عاملین د مجازات او د قانون منګولو ته د وسپاري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments