کابل کې چاودنې درې پولیسان ټپیان کړې دي

comments 0

هندوکش – کابل: کورنیو چارو وزارت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ولایت په ۱۲ مه ناحیه کې د چاودندې له امله درې پولیس ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د ۱۲ مې امنیتي حوزې اړوند د شینې پل په سیمه کې د مقناطیسی ماین چاودنه رامنځ ته شوې.
خبرپاڼه ليکې یاد ماین د پولیسو په رنجر موټر کې ځای پر ځای شوی و، چې په پیله کې درې پولیسان یې ټپیان کړي دي.
د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه ده احیستی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments