کابل کې ځای پرځای شوي چاودیدونکي توکې کشف او شنډ شول

comments 0

هندوکش – کابل: امنیتي ځواکونو د کابل ښار لومړې حوزې کې هغه ځای پر ځای شوي توکي کشف کړل چې یوه زیارت کې د بی ګناه او مظلومو انسانانو وژلو لپاره ایښودل شوي وو.
امنیتي سرچینو هندوکش خبرڅانګې ته وویل چې لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې په یو زیارت کې د چاودنې په خاطر ځای پر ځای شوي چاودیدونکي توکي ونیول شول.
د سرچنینې په وینا ترهګرو دا ځل د صوفي عشقري په زیارت کې په بې ګناه انسانانو د برید هوډ درلود چې له نیکه مرغه مخه يي ونیول شوه.
سرچینې زیاته کړه په زیارت کې چاودیدونکې توکي، د ګازو ډبه او بم سیستم چې د لرې نه د ټیلیفون په واسطه عیار شوی وو کشف او شنډ کړل.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې داسې اعمال داعش ترهګرې ډلې د کابل په ګدون ځینو نورو ولسوالیو کې ترسره کړي چې له امله یې ډیرې ملکي خلک وژل شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply