کابل کې پولیسو لخوا د شرابو یوه کارخانه له منځ وړل شوي ده

comments 0

هندوکش – کابل: دکابل امنیه قوماندانۍ وایي چې د شپږمې حوزې اړوند په دشت برچي سیمه که د شراب جوړولو یوه فابریکه تیره ورځ له منځه وړې ده.
د کابل د امنیې قوماندان ویاند بصیر مجاهد وایې چې د فابریکې خاوند له پولیسو تښتیدلی؛ خو دوه کارکوونکي یې د پولیسو له لوري نیول شوي دي.
نوموړې وایې، دغه فابریکه تېره ورځ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو له لوري کشف او ویجاړه شوه.
ویل کیږي په فابریکه کې له ۱۵۰۰ کیلو زیات د شراب جوړولو لپاره چمتو شوي کشمش او ۳۰۰ لېتره هغه تېزاب چې په الکولو کې کاریږي پولیسو نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې نشه یې توکو په وړاندې د مبارزې معاونیت یو راپور خپور کړې وو چې پر بنسټ یې د نورو نشه‌يي توکو د کارونې کچه په لوړېدو ده او د غیر رسمي شمېرو له مخې په کابل ښار کې اوس پر نشه د روږدو کسانو شمېر تر یو نیم لک کسانو اوښتی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply