کابل کې پر کورنیو چارو وزارت ډله ییز برید شوی

comments 0

هندوکش – کابل: نن سهار شاوخوا یوه بجې وسله والو د کابل ښار اړوند په پنځه لسمې حوزه کې د کورنیو چارو وزارت په ودانۍ برید کړې چې تردې دمه نښته روانه ده.
د کورنیو چارو وزارت چارواکي پیښه تاییدوي او وایې چې لومړې وسله والو طالبانو د ودانې مخته څو پرلپسې چاودنې کړي او له هغه وروسته افغان امنیتي ځواکونو ځوابي عکس العمل ښودلې او نښته روانه ده.
په سیمه کې تر چاودنې وروسته د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.
تردې دمه چاودنه کې د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
کومې وسله والې ډلې د چاودنو او حملې مسوولیت په غاړه نه دې اخیستې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments