کابل کې پر ماین اېښودونکو ماین چاودنه شوې

comments 0

هندوکش ـ کابل: د کابل امنیتي چارواکي د ماین په چاودنه کې د دوو ماین اېښودونکو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، پرون درې بجې او ۳۰ دقیقې د پنځمې ناحیې اړوند د باغ داود پر سړک دوو ماین اېښدوونکو په یو بایسکل کې د ماین لېږدولو هوډ درلود.
د هغه په وینا، دغو ماین اېښودونکو د پولیسو د تلاشۍ پوستې په لیدو سره خپل مسیر بدل کړ چې په لاره کې ماین چاودنه وکړه.
فرامرز زیاتوي، په دې پېښه کې یو تن ماین اېښودونکی وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
د کابل پولیس زیاتوي چې په دې برخه کې د دوی څېړنې روانې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments