کابل کې ولې د پښتونخوا مشرانو ته قدر ورکړل شو؟

comments 0

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو ته له کوزې پښتونخوا پښتانه مشران راغلي و او دلته یې دومره هرکلی وشو چې کوز پښتانه یې د مننې لپاره الفاظ نه لري.
د دې څو لاملونه دي
لومړی دا چې کابل د کوزو پښتنو لوی کور دی او هر څوک خپل اصلي کور ته په ورتګ له مینې سره مخ کیږي او دا د کوزو پښتنو حق و چې قدر یې شوی وی.
که څه هم دا د کوزو پښتنو خپل کور دی، خو خلک ورته میلمه پالنه ورکوي او داسې احساس نه ورکوي چې میلمانه دي، داسې احساس ورکوي چې کوربانه دي او دا یې لوی کور افغانستان دی.
دویم دا چې دا پښتانه په پاکستان کې مظلوم او محکوم دي او د هر ډول حقوقو او ژوند څخه بې برخې دي، پنجاب حکومت پښتانه لکه غلامان ساتي او هيڅ ډول ازادي نه ورکوي چې فعالیت وکړي.
درېیم دا چې له پاکستان سره د افغانانو کرکه دومره ډیره ده چې دا خو لا افغانان و، که د پاکستان هر دښمن وي، د افغان ولس لپاره دوست دی.
افغانانو د پاکستان د څو کلونو لاسوهنو له پاکستان سره دومره عقديي کړي چې د پاکستان د نظریي مخالف خلک غیږ کې نیسي.
پاکستان ښکاره لاسوهنې کوي او بیا پرې اعتراف هم کوي، له همدې کبله افغان ولس ته مالومه ده چې د پنجاب حکومت د کوزو او بر پښتنو ضد دی او د لر او بر افغانانو یووالي باندې پنجاب اور اخلي.
څلورم دا چې کوزو پښتنو ته باید د وطن دوستۍ او افغاني مینه ورکړل شي چې له دې وطن سره یې اړیکه کمرنګه نه شي.
ډيورنډ کرښه د پښتون قوم د ویش په مانا ده، چې هیڅ رسمي سند نه لري او یوه ورځ به راځي چې افغانان به بیا سره یو ځای کیږي او د لر او بر یو افغان ارمان به پوره کیږي.
کوزو پشتنو او د پښتونخوا سیاستوالو ته کابل کې ډيره مینه ورکړل شوه، بیلابیل پرتوکولونه ورکړل شول او دا مینه د پښتونخوا د ټولو خلکو له هرکلي سره مخ ده.
خواله رسنیو کې هغه عکسونه لاس په لاس شوي چې د پښتونخوا سیاستوالو او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو بیلابیلو غونډو کې ګډون کړی دی.
کوزو پښتنو له دې پرتوکول او مینې هرکلی کړی او ستاینه یې کړې ده.
د پښتونخوا ډلې له افغان ولسمشر سره هم د چهارشنبې په سهار ولیدل او د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو امنیت باندې بحث شوی دی.
په ټوله کې اوس د پښتونخوا مشرانو سترګې سولې ته دي او باور لري چې که په افغانستان کې سوله راشي، نو پښتونخوا ورسره امن کیږي.
ځکه افغانان په دې خبر دي چې که افغانستان کې جګړه وي، نو پنجاب ورته له پښتونخوا مورچه جوړوي، جنګیالي روزي او بیا یې افغانستان ته د جګړې لپاره رالیږي چې کوز او بر افغانان پرې وځپي.
له کلونو راهیسې د پنجاب دا پالیسي روانه ده، خو اوس چې د پښتون غورځنګ غړي راپورته شوي د پنجاب د دې تګلارې پروړاندې یې خنډونه پيدا کړي چې ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه ترهګر پالي او له دې درکه له بهرنیو هېوادونو پیسې اخلي.
لیکوال: بریالې ویاړ

Comments