کابل کې نږدو ورځو کې د برښنایي پیژندپانو مرکز پرانیستل کیږي

comments 0

هندوکش – کابل: که څه هم د برښنایي پیژندپانو ویش ځیني جنجالونه پاړولي خو د برښنایي پیژندپانو مسوولین وایي چې راتلونکو څو ورځو کې به په کابل کې یوه مرکز پرانیزي.
د چارواکو په وینا، هیواد کې د برښنایي پیژندپانو ویش وخت ته اړتیا لري.
د وګړو د احوالو د ثبت ادارې ویاند وویل، په هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش وخت ته اړتیا لري، خو هڅه روانه ده چې دا لړۍ پراخه شي.
د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش پيل په دې ورځو کې یو جنجالي بحث ګرځېدلی، خو د وګړو د احوال د ثبت اداره وايي هڅه کوي د تذکرو د ویش بهیر پراخ کړي.
د راپورونو په اساس د برېښنایي پېژندپاڼو وېش په داسې حال کې پیلیږي چې د ولسي جرګې یو شمېر غړي او سیاسي فعالان د حکومت دا کار ناقانونه بولي او چې د برېښنايي تذکرو د وېش دوام به د افغانستان د قومونو ترمنځ د تفرقې لامل شي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د برېښنايي تذکرو د وېش په اړه اجراییه رییس هم توند غبرګون ښودلی او د پایلو په اړه یې خبرداری هم ورکړې دې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments