کابل کې مدني فعالانو د بین الافغاني مذاکراتو د پیل غوښتنه وکړه

comments 0

هندوکش ــ کابل: د کابل ولایت په بګرامیو ولسوالۍ کې د ولس ژغورنې په نوم یوه مدني بنسټ له لوري په یوه جوړه شوې ناسته کې خلکو د بین الافغاني مذاکرتو د پیل غوښتنه وکړه.
دوی وايي، په دې ورستیو کې د سولې پرمختګونه د دې ښودنه کوي، چې د جګړې طرفونه سوله غواړي او له جګړې لاس اخلي.
د غونډې ګډونوال غوښتنه کوي، چې د سولې ملي پروسې د بریالي کیدو لپاره سره متحد شئ او یو بل ومنئ.
عبید رادپور

Comments