کابل کې له يوه ترهګریز بريد مخنيوی شوی

comments 0

هندوکش – کابل: د کابل پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې په يوه مازدا ډوله موټر کې چاودېدونکو توکي امنیتی او کشفي ادارو لخوا کشف شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت د وياند نجيب دانش وویل، تېره شپه شاوخوا دولس بجې مازدا ډوله موټر کې چې ۲۸ بوشکې چاودېدونکي توکي، دوه غټ بمونه او له ۵۰۰ کيلو ګرامه څخه زيات امونيم نايټرېټ په کې د روميانو د کارتنونو لاندې په منظم ډول ځای پرځای شوي وو، ونیول شول.
نوموړۍ زیاتوي، د ياد موټر چلوونکی، چې غوښتل يې هدف ته ځان ورسوي، دپنځمې امنيتي حوزې له لوري پېژندل شوی او د ډزو په پايله کې يې موټر چلوونکی ټپي او نيولی دی.
تر اوسه نه ده معلونه چې ياد نيول شوی کس کومې ډلې پورې تړلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه د کابل ښار په درېيمه امنيتي حوزه کې د پوليسو په موټر د نښلول شوي ماين چاودنې دوه تنه پوليس ټپيان کړل.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې موضوع په اړه څه نه دي ویلي
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply