کابل کې شپږ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو ونیول شول

comments 0

هندوکش ــ کابل: پولیسو د کابل ښار له بېلابېلو سیمو شپږ تنه د بېلابېلو جرمونو په ځانګړې توګه د چپاولګرۍ، د مرګ ګواښ او نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو کس د چپاول په تړاو له یو شمېر قیمتي مالونو او غلا شویو پیسو سره یو ځای نیول شوی دی.
د ۱۳مې امنیتي حوزې په اړوند دشت برچي سیمه کې هم درې تنه د مرګ د ګواښ او وهلو ډبولو په تړاو نیول شوي دي.
د ۱۵مې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې دوه تنه د یو شمېر نشه يي توکو د پلور په تړاو نیول شوي دي.
د یادو کسانو دوسیې له یو لړ څېړنو وروسته اړونده بنسټونو ته سپارل شوي دي.
د کابل پولیس له جنايي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې په جدي توګه کار کوي او ورځ تر بلې هڅه کوي؛ څو کابل مېشتو ته امن فضا رامنځته کړي.
عبید رادپور

Comments