کابل کي د یوي خونړې چاودنې مخه ونیول شوه

comments 0

هندوکش – کابل: د کابل لسمې حوزې په مربوطاتو کې د افغانستان ملي امنیت لوی ریاست چاودیدونکي توکې چې چاودنې ته آماده شوي وو نیولي دي.
د ملي امنیت لوې ریاست ویلي، چې یاد مواد د ګازو په دوو سلنډرونو کې ځای په ځای شوي او چاودنې ته تیار وو د ملي امنیت منسوبینو لخوا نیول شوي دي.
یاد ریاست وایي چې د ګازو په دوو سلنډرونو کې ترهګرو ۵۴ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو.
د چارواکو په وینا، دغه ځاې پر ځای شوي مواد کابل کې چاودنې لپاره تیار شوي وو او موخه یې کابل کې خلک د غم په ټغر کینول وو.
د ملي امنیت ریاست تر اوسه د یادو چاودیدونکو توکو په تور څوګ نیولې نه دې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply