کابل کې د پوځي جنرالانو غونډه

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان دفاع وزارت تائید کړې چې غونډه کې د ګډون په موخه د پاکستان د پوځ جنرال قمر جاوید باجوه هم کابل ته رارسېدلی.
غونډه کې به د امریکا د مرکزې قوماندې مشر جنرال جوزیف وټل، د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نیکولسن، افغان لوی درستیز محمد شریف یفتلي او د مرکزي اسیا د دریو هیوادونو مشران برخه واخلي.
راپورونه وایي، ناسته کې به د ترهګرۍ ضد مبارزې او د هیوادونو تر منځ د ګډې همکارۍ په تړاو بحث وشي.
هرات کې یو ځوان وژل شوی
هرات کې یو درویشت کلن ځوان په لفظي شخړه کې وژل شوی .
د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وايې، پېښه تېره شپه د ګذرې ولسوالۍ په سنوګرد کلي کې رامنځ ته شوې .
نوموړی وايې لومړی د دوو ځوانانو ترمنځ لفظي شخړه شوې چې وروسته یوتن د تفنګچې په ډزو سره وژل شوی .
ولي زاده وايې د دغه پېښې عامل د پولیسو له لورې پيژندل شوی او دنیولوهڅې يې رواني دي .
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply