کابل کې د پاکستان ضد لاریون

comments 0

هندوکش – کابل: کابل کې پرلت کوونکو د قبایلو د برخلیک په تړاو د پاکستاني پارلمان پرېکړه ناقانونه او خپل سرې وبلله.
معترضین چې کابل کې راټول شوي و، له افغان حکومت غوښتنه کړې چې کوز پښتانه د پنجاب له ظلم او دیکتاتورۍ وژغوري.
له افغان حکومت غوښتنه ده چې په دې تړاو په ملګرو ملتونو کې رسمي شکایت ثبت کړي او د فاټا په تړاو دې خپل سکوت مات کړي.
دغه راز معترضینو غوښتنه کړې چې د کوزو پښتنو د راخپلولو لپاره دې پر هغوی تذکرې وویشي.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یو لیکلي غبرګون کې د پاکستان داکار یو اړخیز اقدام بللی دی.
ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې پاکستان نباید په قبایلو خپلسرې پریکړې ومني او په دې تړاو یې خواشینې ښودلې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments