کابل کې د وسلوالو طالبانو د ماینونو او ترور شبکه ونیول شوه

comments 0

هندودکش ـ کابل: د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر وايي، په کابل کې د مقناطیسي ماین د چاودنو او د دولتي چارواکو د ترور یوه شبکه نیول شوې ده.
د امر اله صالح د رسنیو او عامه ارتباطاتو ريیس رضوان مراد وویل: “هغه شبکه چې د دولتي منسوبینو په ترور کې ښکېله وه او مقناطیسي ماینونه یې کابل ته انتقالول، امنیتي ځواکونو نیولې او متاسفانه چې ده یوه نانوايي جوړه کړې وه، چې جعلي وه، په ظاهراً یې خلکو ته ښووله چې نانوايي ده، خو ده پخې ډوډۍ راوړلې او هلته یې خرڅولې.
په کابل کې د جنايي پېښو او ناامنیو تر زیاتېدو وروسته د ولسمشر لومړي مرستیال امر اله صالح د تلې/ میزان پر ۲۵مه د څو اوونیو لپاره د کابل د امنیتي چارو مسوولیت پرغاړه واخیست.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments