کابل کې د وسله والو په برید کې درې پولیس وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – کابل: د کابل ښار په ديارلسمه امنيتي حوزه کې پر پوليسو وسله وال برید کې درې پولیسان وژل شوي دي.
د کابل د امنيې قومندانۍ د نشراتو مسئول حشمت ستانکزی وايي، د ديارلسمې امنيتي حوزې د کمپنۍ په سيمه کې د وسله والو او پوليسو تر منځ په نښته کې دوه پوليس ټپيان شوي دي.
خو ځايي اوسېدونکي وايي، په بريد کې يو پوليس وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان دي.
تر اوسه د دغې بريد مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments