کابل کې د نشه يي توکو څلور پلورونکي ونیول شول

comments 0

هندوکش ـ کابل: د کورنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې راغلي،چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل ښار د اومې امنیتي حوزې په اړوند “واصل اباد” سیمه کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د نشه يي توکو یو پلورونکی نیولی دی.
خبر پاڼه وايي، چې د نیول شوي کس د اظهاراتو پر بنسټ؛ د کابل ښار د اومې ناحیې په اړوند سیمو کې پولیسو د یوه بل عملیات په پایله کې د نشه يي توکو د پلور او وېش د شبکې یو مهم غړی ادریس چې په “عمک” مشهور دی او په کابل ښار کې یې د نشه يي توکو په وېش او پلور کې مهم نقش درلود، نیولی دی.
خبر پاڼه زیاتوي، چې له نیول شوي کس څخه ۴۰۳۱۰ امریکايي ډالره، ۵۰۴۰۰۰ افغانۍ چې د نشه يي توکو له پلور څخه ترلاسه شوې، یوه پایه مخابره او یوه پایه کمپیوټر هم ترلاسه شوي دي.
د خبر پاڼې له مخې په ورته وخت کې یادو ځواکونو د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې او بګرامي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې هم د دوه نورو جلا عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو دوه پلورونکي له یو اندازه “ښيښه، تریاکو او نشه کوونکو تابلېتونو” سره یو ځای نیولي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments