کابل کې د نشه يي توکو څلور قاچاقبران ونیول شول

comments 0

هندوکش ــ کابل: له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د کابل ولایت په بګرامي ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د یو اندازه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
ترلاسه شویو نشه یي توکو کې ۷۹ کیلوګرامه ښيښه، یو کیلوګرام کوکائین، یو کیلوګرام کراک او یو اندازه نشه کوونکي تابلېت (کا) شامل وو، چې په کرولا ډوله موټر کې یې په ځيرک ډول د قاچاق په موخه ځای پر ځای کړي وو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments