کابل کې د معترضینو خیمې ټولې شوې

comments 0

هندوکش – کابل: د کابل پولیسو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخې ته د اعتراض کوونکو خېمې ټولې کړې.
د کابل امنیه قوماندان داوود امین وایي، لارښوونه ورته دا وه چې په غیرې قانوني ډول درول شوې خېمې ټولې کړي.
له دې سره په ټولو ولایتونو کې هغه خېمې ټولېږي چې د ټاکنو له وروستي نوملړه اېستل شوو کسانو درولې وې.
تراوسه د اعتراض کوونکو له لورې مقاومت نه دی شوی او مسوولین غوښتنه کوي چې اعتراض کوونکي دې له سرغړونو ډده وکړي.
ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له وروستي نوملړه ۳۵ کسان ووېستل چې یو شمېر یي اعتراض وکړ.
کابل کې د ملا تره خېل، اکبر ستانکزي، زرداد فریادي، قیس حسن او څو نورو وکیلانو پلویانو خیمې درولې وې چې نن ټولې شوې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments