کابل کې د مرګونې برید مرګ ژوبله

comments 0

هندوکش – کابل: د کابل د تیر ماښام د ځانمرګو بریدونو مسولیت داعش ډلې په غاړه واخیست.
د تیرماښام په دغو بریدونو کې د خبریالانو په ګډون ۲۰ کسان شهیدان شوي او ۷۰ نور ټپیان دي.
لومړنی ځانمرګی په دشت برچي سیمې کې د پهلوانۍ په یو کلب کې وشو چې دویم یې له چاودیدونکو توکو ډک موټر داسې مهال والوځاوه چې سیمې ته خبریالان او امنیتي کسان ورغلي وو.
کورنیو چارو وزارت وایي، په برید کې ۲۰ کسان شهیدان شوي او ۷۰ نور ټپیان دي.
دویم ځانمرګي برید کې د طلوع نیوز خبري شبکې یو خبریال او د هغه کمره مین هم شهید شوي دي، د خورشید، فرانس پریس او یو ټلویزیون خبریالان هم په ټپیانو کې دي.
عیني شاهدان وايي، پېښه داسې مهال وشوه، چې ځايي اوسېدونکي کلب کې د پهلوانۍ سیالیو لیدو ته ورغونډ شوي وو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments