کابل کې د سولې په ملاتړ د پرلت بله خیمه ودرول شوه

comments 0

هندوکش ـ کابل: دغې خیمې ته راغلو ځوانانو او پیغلو په هېواد او د ډیورنډ کرښې هغې خوا  کې د سولې په نوم له پیل شویو پرلتونو او هڅو ننګه وکړه خو د سولې عالي شورا د منحلیدو غوښتنه یې وکړه.

دوی وايي، سولې عالي شورا د وسله والو په پخلاینه کې هیڅ مثبت ګام نه دی پورته کړی پېسې او وخت یې بې ځایه لګولی دی.

له ګاونډیانو او نړیوالو د پرلت کوونکو غوښتنه بیا داوه چې د دوی په سوله ییز ماموریت کې دې لاسوهنه نه کوي.

تر دې وړاندې د کابل ښار په چمن حضوري کې یوه خیمه درول شوې او د سولې په ملاتړ او ترهګرۍ ضد پکې ځوانان سره راټولیږي.

Comments