کابل کې د زعفران ګل لومړنې جشن ولمانځل شو

comments 0

هندوکش – کابل: د کرنې وزارت چارواکي وایي چې کابل کې لومړي ځل لپاره د زعفران ګل جشنواره په لاره واچول شوه.
د چارواکو په وینا دغه جشنواره د کابل کړنې ریاست لخوا د کابل ښار قصر بی نظیر هوتل کې ترسره شوې وه چې د زعفرانو کړوندګرو ته ستاین لیکونه هم ورکړل شو.
یاد وزارت وایي، روان کال کروندګرو ته د کابل ولایت اړونده ولسوالیو کې د زعفران ۶۲۵۰ کیلو ګرامه تخم ورکړل شو چې د وزارت سیمه ییزو کارکوونکو لخوا لازمي لارښوونه ورکړل شوه.
چارواکي زیاتوي روان کال ۴۰۰ کروندګرو ته د زعفران پروسسه او ټولولو پروګرام په ۱۴ ولسوالیو کې تطبیق شو کروندګرو ته لازمې لارښوونې هم ورکړل شو.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال کابل کې ۱۰۴ تنه کروړندګر د زعفرانو په کښت مصروف دي چې د نوموړو په وینا تیر کال په پرتله حاصلاتو کې د پام وړ ډیروالې راغلې دې.
عبید رادپور

Comments

Leave a Reply