کابل کې د روږدو د راټولولو کمپاین پيل شو

comments 0

36 Views

هندوکش – کابل: له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت تېره ورځ کابل ښار کې بیا د روږدو کسانو د راټولولو کمپاین پیل شو.
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وايي، د روږدو کسانو لپاره د درملنې مرکزونه لري، خو روږدي کسان زړه نه ښه کوي چې درملنه یې وشي او ټولنیز ژوند ته برابر شي.
له پل سوخته سیمې د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې وزارت درې سوه روږدي راټول او د درملنې لپاره یې ابو علي سینا روغتون ته یوړل.
روږدي کسان تر درملنې وروسته د حرفوي زده کړو مرکز ته لیږل کیږي چې کار زده کړي، خو زیات یې بیرته نشو ته مخه کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments