کابل کې د دیني زده کړو ازموینه واخیستل شوه

comments 0

هندوکش – کابل: په کابل کې یو دیني مرکز له شاوخوا دوه زره انجونو د دیني زده کړو ازموینه واخیستله.
ازموینه کې ګډونوالې نجوني خوښې دي چې په هیواد دننه ورته د دیني زده کړو زمینه برابره شوې ده.
که د دیني زده کړو برخه کې هره نجلۍ ازموینه کې بریالۍ شي، جایزې ورکول کیږي چې پکې د عمرې ویزه او ټکټ هم شته.
له دې سره د ازموینې مسوولین بیا ازموینه کې د نجونو د کم ګډون لامل امنیتي ګواښونه یاد کړل.
د دیني زده کړو د مرکز مسوولین وایي، له دې ازموینې یې هدف دیني زده کړو ته د نجونو تشویق دی او دا لړۍ به جاري وساتي.
غوښتنه شوې چې حکومت دې په کور دننه د دیني زده کړو مرکزونه زیات کړي چې بهر ته د زده کوونکو د تګ مخه ونیول شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply