کابل کې د خونړۍ پېښې مخه نیول شوې

comments 0

هندوکش – کابل: کورنیو چار وزارت وايي، پولیسو کابل کې د یوې ترهګریزې پېښې مخه نیولې ده.

کورنیو چارو وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، پولیسو د کابل ښار د اوولسمې ناحیې اړوند سیمه کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودلو مخه نیولې.

د کابل پولیسو د مالوماتو له مخې، یاد ماین د عمومي سړک په مسیر ځای پر ځای شوی و، چې د موبایل په وسیله کنټرولېده.

ماین د ملي پولیسو له خوا له چاودلو مخکې کشف او شنډ شو.

طالبان او نورې ترهګرې ډلې غواړي په دې ډول چاودنو سره عامه نظم ګډوډ کړي او خلک وډار کړي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments