کابل کې د جرمنې سفارت بیاځلي پرانیستل کیږي

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشری مانۍ نه په خبرونو کې راغلي چې د جرمني بهرنیو چارو وزیر سره کتنې پر مهال ولسمشر محمد اشرف غني د جرمن دولت هغه پرېکړه وستایله چې کابل کې خپل سفارت بیا فعالوي.
یاد سفارت چې تقریبا ۸ میاشتې مخکې د یوه درانه موټر بم چاودنې له امله ویجاړه شوې وو خپل چارې یې کابل کې ودرولې.
خبرزیاتوي چې، ولسمشر غني په اقتصادي چارو، سولې او امنیت برخه کې د جرمني همکاري اړینه بللې.
یادې کتنې کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هم افغانستان ته د اوږدمهاله مرستو ژمنه وکړه او وی ویل چې جرمني به خپلې ژمنې جاري ساتي.
د یادونې وړ ده چې ولسمشر غني د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړی، چې افغان دولت به د جرمني د سفارت په ګډون په هېواد کې د جرمني د ټولو دیپلوماتیکو بنسټونو د امنیت خوندي کولو لپاره لاس په کار شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply