کابل کې د ترهګري برید مخنیوې وشو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ملي امنیت ادارې چارواکي وایي چې په یو لړځانګرو عملیاتو کې له یوې ترهګري برید مخنیوې کړې دې.
د افغانستان ملي امنیت ادارې نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې کابل کې د یو موټر بم برید مخنیوې شوې دې.
یاده اداره وایې چې: «د دغې ادارې ځانګرو ځواکونو یو سراچه چې چاودیدونکي مواد پکې ځاې پرځاې شوي وو له چلوونکي سره يوځای نیولي دي».
په خبرپاڼه کې راغلي د موتر چلوونکې خالد نومیږي چې حقاني شبکې ته فعالیت کوي او نوموړي غوښتل چې ۱۵۰ کیلوګرامه چاودیدونکي موادو ته د کابل ښار په یوې ګنې ګوڼې سیمه کې انفجار ورکړي.

د ملي امنیت اداره وایې چې: «یاد موتر له وردکو څخه د کابل پنځمې ناحیې ته داخل شوی و چې د ملي امنیت ادارې کارکوونکو لخوا ونیول شو».
په دې اړه حقاني شبکې بیا څه نه دې ویلي.
سپوژمي پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments