کابل کې د برید له امله نږدې ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

هندوکش – کابل: کابل کې د کلیو او پراختیا وزارت وزارت مخې ته له غرمې وروسته شوي برید کې لږ تر لږه دولس کسان وژل شوي او تر دېرشو ډېر ټپيان دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح وایي،‌ له دغې پېښې روغتونونو ته تر اوسه دولس مړي او تر دېرشو زيات ټپيان ټپیان لیږدول شوي دي.
هغه وایي، ښايي‌ دا شمېر نور هم لوړ شي،‌ ځکه ځینی ټپيان نورو روغتونونو ته رسول شوي‌ دي.
د کابل د پولیسو مطبوعاتي‌ سلاکار حشمت ستانکزی وايي، شاوخوا یوه بجه هغه مهال چې د کلیو او پراختیا وزارت مامورین له دندې په راوتلو و، چې یوه پلي‌ بریدگر پرې برید وکړ.
ستانکزی هم وایي، چې په دغه برید کې تر ۱۲ ډېر کسان وژل شوي‌ او یو شمېر نور ټپيان دي.
د برید مسوولیت کومې ډلی نه دی اخیستی؛ خو برید په داسې مهال شوی، چې سبا د هغه اوربند لومړی ورځ پیلیږي،‌ چې ولسمشر غني له طالبانو سره اعلان کړی و.
ولسمشر غني د روژې میاشتې ۲۷ نیټه د خپل اوربند د پيل لومړۍ ورځ ښوولې او د اختر ۵ نیټه یې وروستۍ ورځ ده؛ خو د اختر له لومړۍ تر درېیمې بیا طالبانو هم د اوربند اعلان کړی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments