کابل کې د امام زمان پرجومات د خونړي برید دوه عاملین ونیول شول

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان څارګرې اداره نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ښار یولسمې ناحیې اړوند پر امام زمان جومات د داعش وسلوالو د خونړي برید دوه عاملین نیول شوي دي.
د څارګرې ادارې معلوماتو برپنسټ د یادې ډلې نظامي مسوول عمر او د جلب او جذب مسوول احسان الله هغه دوه داعشیان دي، چې د کابل پر امام زمان جومات یې د برید زمینه برابره کړې وه.
د خبرپاڼې پر بنست عمر، چې په کابل کې د داعش پوځي مسوول او احسان الله، چې د جلب او جذب دنده یې درلوده، له ننګرهار څخه یې دوه ځانمرګي بریدګر تر امام زمان جومات رسولي وه.
په خبرپاڼې کې عمر د عبدالهادي زوی چې کمپیوتر ساینس محصل بلل شوې او معلوماتي تکنالوژۍ کې ښه مهارت لرې د کابل ښار د بریدونو د تنظیم مسوول ګنل شوې دې.
خپر پاڼه کاږي احسان الله په امام زمان جومات د برید په طرحه کې مهم رول درلود او نږدې شل محصلین او لوستې کسان یې تر اغېزې لاندې راوستي دي.
څارګره اداره زیاتوي؛ نیول شویو کسانو په لومړنیو اعترافونو کې په ډاګه کړې، چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې یې د داعش د خراسان څانګې سره اړیکې درلودې.
خبر زیاتوي چې کابل کې، بریدونه د لښکر طیبه، داعش او حقاني شبکې په همغږۍ کېږي، خو د غبرګون او عامه ذهنیت غولولو لپاره یې مسوولیت داعش مني.
ویل کیږي، چې د دغو کسانو نیولو امنیتي ارګانونو ته د ننګرهار په اچین او د جوزجان په درزآب ولسوالیو کې د داعشیانو د نیولو کار آسانه کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې کابو پنځه میاشتې مخکې امان زمان جومات کې دوه بریدګرو پر لمونځ کوونکو ډزې کړي وو چې له امله یې لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply