کابل کې دیني عالمانو داوربند غوښتنه وکړه

comments 0

هندوکش – کابل: کابل کې ګڼ شمیر دیني عالمانو دروژې مبارکې میاشتې په رارسیدو سره له وسلوالو طالبانو څخه دسولې او اوربند غوښتنه وکړه.
یاد دیني عالمان وایي،طالبانو تر دې وړاندې دجګړې د دوام لپاره دلیل وړاندې کاوه،چې په هېواد کې امریکان شتون او زمونږ هېواد یې اشغال کړی اوس خو یې له امریکایانو سره دسولې تړون وکړ طالبان اوس دجګړې د د دوام لپاره کوم دلیل لري؟
دیني عالمان زیاتوي،په هغو سیمو کې چې افغان حکومت حاکیمت لري،خدمات لکه روغتونونه،ښوونځي اوپوهنتونونه شتوی خو په هغو سیمو چې طالب حاکمیت لري خدمات یې په صفر حساب دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments