کابل کې دوه نامسووله وسله وال له پولیسو سره تر نښتې وروسته ونیول شول

comments 0

هندوکش ــ کابل: تېر مازدیګر پولیسو د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې دوه نامسووله وسله وال نیولي دي.
یادو کسانو د اتمې حوزې په اړوند سیمو کې پر پولیسو ډزې کړې وې او له هغې وروسته په یوه استوګنیز کور کې پټ شوي وو، چې له پولیسو سره تر نښتې وروسته نیول شوي دي.
له دې کسانو څخه یو میل کلاشینکوف او درې میله تفنګچې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
پاتې دې نه وي چې پدې پېښه کې یو ملي پولیس ژوبل شوی دی.
عبید رادپور

Comments