کابل کې دوه تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونیول شول

comments 0

هندوکش ــ کابل: د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو دوه تنه د یو شمېر نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو د ۱۳ امنیتي حوزې په اړوند دشت برچي سیمه او د ۱۹ امنیتي حوزې په اړوند پلچرخي سیمه کې د تریاکو، چرسو او ښیښه د پلور په برخه کې فعاله ونډه درلوده؛ چې د پولیسو لخوا نیول شوي دي.
د یادونې ده چې پولیسو له دې کسانو څخه یو شمېر نشه يي توکي هم ضبط کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments