کابل کې درې تنه وسلوال ترهګر ونیول شول

comments 0

هندوکش ـ کابل: کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي، چې د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ د پنځمې امنیتي حوزې منسوبینو د کابل ښار د پنځمې ناحیې په اړوند باغ داوود سیمه کې د یو لړ شپنیو عملیاتو په پایله کې درې تنه وسلوال ترهګر نیولي دي.
له یادو کسانو څخه یو کړۍ ماین، یو عراده موټر، یو اندازه چاودېدونکي توکي او همدارنګه یو میل کلاشینکوف وسله هم ترلاسه شوي دي.
عبید رادپور

Comments