کابل کې بیلا بیلو جرمونو په تور ۳۲۳ کسان نیول شوي دي

comments 0

هندوکش – کابل: د امنیتي ځواکونو کشفي او استخباراتي فعالیتونو له امله په تیر یوه میاشت کې بیلابیلو جرمونو په تور لږترلږه ۳۲۳ کسان نیول شوي دي.
یاد کسان چې امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي په غلاوو، سړي تښتونو او داسې نورو کړنو تورن دي.
د جنایي جرمونو سره د کابل امنیه قومانداني د مبارزې ریاست چارواکي وایي، دغه کسان د ۱۹۶ بېلابېلو پیښو په تور نیول شوي دي.
محمد سالم احساس د کابل امنیه قوماندان سرپرست وايي یاد کسان د تبهاکارو ډلو غړي دي چې په ډیرو جرمونو کې لاس لري.
نوموړي زیاته کړه چې یاد کسان په بیلا بیلو جرمونو تورن دي چې لاندې تری یادونه کیږي
1. لږ تر لږه ۱۵ کسان چې د غلا په بېلا بېلو پیښو کې لاس درلود د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
2. شپږ کسان چې د یو شمېر ملکیانو د قتل او ټپې کولو کې لاس درلود د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي.
3. دوه تنه چې غوښتل یې د کابل ښار په څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د عامې خدماتو پر دوه کارکوونکي د وسله په وسیله تجاوز کړي، له وسلو سره یوځای نیول شوي دي.
4. او باقي ۲۵۰ نور کسان د کوڅه ډبو په ګډون د نورو جرمونو په تور نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په تیرو څو میاشتو کې جنایي جرمو له امله د غلاوو او اختطاف کچه مخ په ډیروالې وه.
سپوژمې پوپلزې

Comments

Leave a Reply