کابل کې اته تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول

comments 0

هندوکش ــ کابل: پولیسو د کابل ښار د ۱۰، ۱۳ او ۱۸ ناحیو او همداراز د پغمان او قره باغ ولسوالیو په اړوند سیمو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې اته تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په ځانګړې توګه د چپاولګرۍ، غلا، ژوبلې او د غیرقانوني وسلو د لېږد او ګرځونې په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه پنځه میله تفنګچې، یو شمېر مهمات او یو عراده لېږدوونکې واسطه هم د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments