کابل کي د وروستیو پیښو د قربانیانو غچ واخیستل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ملي دفاع وزارت ویاند وایي چې د کابل وروستیو پیښو د قربانیانو غچ له ترهګرو واخیستل شو.
د ملي دفاع وزارت ویاند په یوه ناسته کې نن وویل، اوسمهال ترهګرو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو لس تعرضي عملیاتو په اتو ولایتونو کې روان دي.
نوموړې زیاته کړه یاد عملیات د هیواد په جوزجان، بدخشان، تخار، سرپل، فاریاب او غزني روان دې چې دغه ولایتونو ته مونږ لومړیتوب ورکړې دې.
نوموړې زیاته کړه، په ورته وخت کې افغان کماندو ځواکونو هم په تیرو 24 ساعتونو کې 13 تعرضي عملیات په لاره اچولي دي.
د یادونې وړ ده چې ولسمشر محمد اشرف غني ډاډ ورکړې وو چې د ورستیو قربانیانو غچ له ترهګړو اخلي چې له همدې امله اوس مهال د هیواد په بیلابیلو ولایتو کې پراخ عملیات روان دي چې له امله یې ګن شمیر ترهګر وژل شوي دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply