کابل کي د ملي یووالي حکومت په ملاتړ د لوې کندهار شورا یوه غونډه ترسره کړه

comments 0

هندوکش – کابل: د ملې یووالي حکومت په ملاتر د لوې کندهار شورا مشرانو یوه غونډه ترسره کړې وه چې د نوي جوړ شوي ائتلاف هغه کړنې وغندلې چې نظام پر وړاندې ترسره کړي ول.
نوې جوړ شوې ائتلاف چې د ولسمشرۍ مانۍ لومړي مرستیال، د بلخ والي عطا محمد نور او د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال په ګدون جور شوې د افغان حکومت پر کړنو او سیاسي برنامو نیوکه کوي او په ولسمشر محمد اشرف غني تور پورې کوي چې قدرت یې انحصار کړې دې.
غونډه چې د لوى کندهار د شورا له لوري په لاره اچول شوې وه د کندهار ، زابل ، ارزګان او هلمند ولايتونو يو شمير استازو ، قومي مخورو ، فعالو ځوانانو او سلګونو کسانو ګډون پکښي کړى وو.
د غونډې په پیل کې د ولسمشر سلاکار او د کندهار مرستيال والي حاجي اغالالي دستګيري د ښه راغلاست وينا وکړه او د افغان حکومت رواني هڅي يي وستايلي ، ښاغلي دستګيري د افغان ولسمشر څخه مننه وکړه چي د چارو ادارې ته يي د لوى کندهار وړ کس داوود نورزى ټاکلى دى.
غوندې ته رابلل شوي هر یو په ولسي جرګه کي د ارزګان د خلکو استازي عبيدالله بارکزي ، د هلمند د خلکو سناتور هاشم الکوزي ، د ارزګان د خلکو استازي ښاغلي حنپفي ، د زابل د خلکو استازي حميدالله توخي او نورو ويناوالو ويناوي وکړي.
ويناوالو عطا محمد نور، دوستم او محمد محقق مسوول وبلل چي د نظام رسمي ماموريت لري نو اړينه ده چي د نظام د تقويي دپاره خپل مسووليت تر سره کړي.
دې غوندې ګدونوالو د افغان حکومت وروستې اقدام چې د حزب اسلامي او حکومت تر منځ شوې وستایه او د حزب اسلامي له همکاریو نه یې مننه وکړه.
د غونډه په پاې کې ګدونوالو یو پریکړه لیک وړاندې کړه چې له مخې یې پر نړيوالي ټولني ږغ سوى وو چي د افغان حکومت د پياوړتيا دپاره ژمني عملي کړي او پر حکومت ږغ سوى وو چي د لوى کندهار د اړوندو ولايتونو د پوهني ، بريښنا ، روغتيا او مهاجرينو ستونزو ته بنسټيزي حللاري ولټوي .
د یادې غوندې په پایلې کې افغانستان کې پر اتحاد او اتفاق تینګار وشو او له تولو سیاسي ارخونو نه وغوښتل شو چې اتحاد او اتفاق لپاره کار وکړې او پری نکدي چې بهرنیان بی اتفاقي ته لمن ووهي.
سپوژمې پوپلزې

Comments

Leave a Reply