هندوکش – کابل: نن سهار شپږ بجې او پنځوس دقيقې د کابل ښار په دريمه حوزه مې ځانمرګي بريدګر يو وار بیا د ملکيانو وينې تويي کړې.
د کورنیو چارو وزارت د وياند مرستيال نجيب دانش وايي چې پيښه کابل پوهنتون ته څيرمه شوې.
نوموړی وايي چې په بريد کې د کانونو وزارت مامورین او پر لاره روان ملکيان په نښه شوي دي.
په دې بريد کې ۲۳ تنه شهيدان شوي، ۴۲ ټپيان شوي چې ټول ملکي وګړي دي.
د بريد د شدت له امله د ډيرو کورونو او هټيو ښيښې هم تويي شوي دي.
طالب ترهګرو د بريد مسولیت پر غاړه اخيستی دی.
په سيمه کې عيني شاهدان وايي چې ګڼه ګوڼه ډيره وه او ټول قربانيان ملکي وګړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.